ایکنانیوز راپور راکویو د نړیوالې اتحادئې د علماؤ مشر، شیخ علی محییالدین قرهداغي، د یکشنبې په ورځې (چنګاښ۲۹) په یوې بیانیې کې وویل:پر ټولو اسلامي حکومتونو او ملتونو واجب دي چې د هر ډول جهاد له لارې د دغو بېګناه خلکو د ژغورنې لپاره اقدام وکړي.په غزې کې قحطي ودروئ... نسلوژنه همدا اوس ودروئ.
هغه په دغې اعلامیې کې روښانه کړې ده ،زه له اسلامي حکومتونو او ټولو شتمنو مسلمانانو غواړم چې د غزې د مظلومو خلکو د ژغورنې لپاره دې پراخ او هر اړخیز جهاد ته ودانګي – هغه که په مال، که په ځان، که په خبرو او که په عمل سره وي .هغه څه چې اوس په غزې کې روان دي، یوازې جګړه نه ده، بلکې یو بشپړ جنایت دی: بشپړ محاصره، سیستماتیکه لوږه، او د ملکي خلکو عام وژنه، څو غزه له خوړو، درملو او اوبو پرته په زندان بدله کړي.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوی دی،هر څوک چې د دغو مظلومو خلکو د ملاتړ وس لري خو مرسته نه کوي، د ورورولۍ او دین له ژمنې سرغړونه کوي او د خدای له ګواښ سره مخ دی، چې وایي:«هغه کسان چې پر ځان ظلم کوي، کله چې فرښتې د دوي روحونه اخلي، وایي په څه حال کې واست؟ هغوی وائي مونږ په ځمکه کې کمزوري وو، فرښتې وایي: آیا د خدای ځمکه پراخه نه وه چې هجرت پکې وکړئ؟ د دغو کسانو ځای دوزخ دی، او دوزخ بد ځای دی.» (نساء: ۹۷)
همدارنګه په قران کریم کې خدای تعالی فرمائي؛ ودروئ یې، دوی به پوښتل کېږي.» (صافات: ۲۴)
دا د شرم او عزت، د ماتې او بریا تر مینځ د فیصلې کولو شیبه ده. هغه امت چې نن سبا د غزې لپاره اقدام ونه کړي، مخکې له دې چې خپل مقام له لاسه ورکړي، خپله ابرو او عزت به هم له لاسه ورکړي.
ای د اسلام امته، له هر څه چې لرئ ئې، له غزې سره مرسته وکړئ، ځکه وینې انتظار نه باسي، لوږه او قحطي مهلت نه ورکوي، او ژوندون نه جبرانېدونکي دي.
یکشنبه، ۲۵ محرم ۱۴۴۷ هـ ق / ۲۰ جولای ۲۰۲۵ م
علی محییالدین قرهداغي، د نړیوالې اتحادیې د علماوو مشر
د یادولو ده چې د اسراییلو له لوري د لوږې تګلاره او د خوړو د کمښت بحران د غزې خلک سړکونو ته را ایستلي دي. خلک له داسې بشري وضعیت سره مخ دي چې ډېرې وېروونکې راپورونه او انځورونه د هغوی د ورو ورو مرګ نښه دی.
لوږه د صهیونیستي رژیم یوه هغه وسله ده چې غواړي د غزې ۲.۴ میلیونه اوسېدونکي ووژني، چې له دې ډلې څخه یې په تېرو دوو کلونو کې کابو یولک کسان په بمباریو او ډزو کې شهیدان کړي دي.
په تېرو میاشتو کې ګڼ راپورونه خپاره شوي چې په غزه کې د خوړو د صفونو پر خلکو ډزې شوي، چې د ځینو راپورونو له مخې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان په کې شهیدان شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4295465